Wednesday, October 24, 2007

Hamza Baba Interveiw

مرکه کوونکے :مدثر شاه ډاکټرراج ولى شاه خټک پوښتنه دپښتو دقديم ادب چې هر کله ذکر کيږى نو زمونږ ليکوال او نقادان ورته کلاسيکى دور يا کلاسيکى شاعران وائى ستاسو څه خيال دے چې دغه ټول شاعران کلاسيکى وؤ؟ ځواب:- نۀ بالکل نه, دې کښې لږ فرق دے که مونږ چرې دپټې خزانې شاعرانو ته وګورو نو هغه ډير زاړۀ شاعران دى خو کلاسيکى نۀ دى. بايد مونږ دکلاسيک لږ وضاحت وکړو. کلاسيک ديو ادب يا فن هاغه معيارى تخليقاتو ته وائى چې کوم دراتلونکو نسلونو او وختونو دپاره دمعيار ، پيمانې او تلې سبب وى نو په دغه حساب چې دپښتو کلاسيکى دور شروع کيږى هغه دخوشحال خان خټک نه واخلې تر محمدى صاحبزاده، کاظم خان شيدا ، على خان ، عبدالقادر خان خټک، عبدالرحمان بابا، مصرى خان ګګيانے ، کامدار خان خټک او حميد بابا پورې رسيږى. دا هغه معيار دے چې چا دپښتو دادب خصوصاً دغزل يو داسې معيار قائم کړے دے چې راتلونکے ادب او دورونه ترې اثر هم اخلى او دخپل فن دپاره دايو معيار ګرځوى، نو کلاسيکى ادب په دغه معنى دقديمى ادب نه په دغه حواله جدا دے، دقديمى ادب خپل ارزښت دے خو هغې ته مونږ کلاسيکى ادب نۀ شو وئيلے. کۀ مونږ دکلاسيکى ادب ټاکنه کوؤ نو هغه به دخوشحال خان خټک يا کۀ لږ مخکښې ځو نو روښانيان هم په ځينې حوالو خصوصاً مرزاخان انصارى په دغې کښې شامليدے شى او دغه دور تر شلمې پيړۍ پورې رارسى يعنى دا دور دحمزه بابا پورې راغزيږى کوم چې دشلمې صدۍ شاعر دے. حمزه بابا هر څو کۀ دجديد دور شاعر دے خو ددې دور دپاره هغه کلاسيکى شکل لرى پوښتنه:- مونږ وئيلے شو چې حمزه بابا دکلاسيکى او جديد شاعرانو ترمنځه ديو پل کردار لرى؟ ځواب:- بالکل حمزه بابا نۀ يوازې دکلاسيکى او جديد ادب ترمنځه ديو پل کردار لرلو بلکې حمزه بابا دغزل فن يو داسې مقام ته رسولے دے چې دې دورکښې څوک دپښتو غزل ليکى نو دهغوى دپاره حمزه بابا يو کلاسيکى حيثيت لرى. پوښتنه:-پښتو شاعرۍ کښې درومانيت يا رومانى شاعرانو ذکر هم کيږى آيا دښتو شاعرۍ دا رومانيت يا رومانى شاعران هم په هاغه معنو کښې رومانى دى چې په کومو معنو کښې لويديز راوړى دى؟ ځواب:- نه ، بيخى نه, په ختيز کښې درومان معنى بل رقم اخستل شوې ده . غلطه ورته زۀ نۀ وايم خو لويديز کښې چې درومان کوم تحريک يا فلسفه ده دهغې رنګ دختيز نه بيخى جدا دے، دلته مشرق کښې چې کومو شاعرانو دعشق او محبت خبرې کړې دى يا دمينې شاعرى ئې کړې ده هغې ته رومانى شاعرى وئيل کيږى. هرڅو کۀ عشق او مينه هم درومان يو اړخ دے خو رومان بيخى يو جدا څيز دے دهغې ځانله فلسفه او معنې دى. کله چې مغرب کښې سائنس ترقى وکړه او هر يو څيز ئې دعقل او دليل په تله ناپ کول شروع کړل نو دې دوران کښې داسې خلق راپاڅيدل چې وئيل به ئې چې دژوند دټولو اړخونو دپاره عقل ضرورى نۀ دے دوى به وئيل چې انسان زړۀ او جذبات هم لرى او زړۀ او جذبه دعقل په بنياد نۀ شى تلل کيدے يعنى رومان دهاغه جذبو خبره کوى کومې چې دعقل په پيمانه نۀ شى تلل کيدے ځينې وختونو کښې مونږ وئيلے شو چې ځينې مابعدالطبيعات څيزونه کوم چې عقل نۀ شى پيژندے نو هغه درومان مضمون ګرځى. دپښتو په شاعرۍ کښې کۀ مونږ تصوف واخلو نو دا يوه رومانى جذبه ده ځکه چې دا دزړۀ دمينې او عشق په تقاضو انحصار کوى. نو اصل خبره دا ده چې درومان په معنى دلته چا ځان نۀ دے پوهه کړے. داخبره هم بايد وکړو چې کلاسيک او رومان ديو بل ضد دى کۀ مونږ وګورو نوغزل مونږ سره کلاسيکى فن دے. ددې فن دپاره څه تړلى قوانين او قاعدې دى خو څوک چې رومانى قدم پورته کوى نو ددغه قاعدو نه به بغاوت کوى يعنى ازاد نظم چې راغلو، دا په يو لحاظ رومانى ټوپ وؤ چې دوى ووهلو کۀ مونږ بيا فکر کښې وګورو نو دجذبې اظهار چې چرته شوے دے او کوم مضمون پکښې بيان شوے دےنو خوشحال خان خټک بيا رومانى شاعر دے هر څو کۀ هغه کلاسيکى شاعر دے ځکه چې دهغه مضمون تر ډيره حده رومانى په دې دے چې هغه دعقل په ځائې دعشق خبرې کوى. عقل سل دمصلحت بندونه که چې دعشق سيلاب پرې راشى واړه جوړه کړه دخوشحال خان خټک په شاعرۍ کښې چې دجنګ جدل ميړانې او بهادرۍ خبرې دى نو دا بيا رومان ته ځى. دداسې شاعرۍ مضمون رومانى وى خو دهغه ماهيت او شاعرى رومانى نۀ وى. نو دلته خلق ددې غلط فهمۍ ښکار شول چې هره خبره چې پکښې دعشق او محبت ذکر وى هغه به رومانى وى. دا داسې نۀ ده په دې کښې دجذبو نور بلها اړخونه ظاهريږى. پوښتنه:- حميد بابا ته رومانى شاعر وئيلے شى ، آيا ددۀ رومانيت هاغه رومانيت دے چې د ورډز ورتهـ، کيټس ,شيلے، بائرن يا نورو شناخت ګرځيدلے دے. کۀ نه دا رومان دحسن اوعشق په مفهوم کښې دے. ځواب:- نه بيخى نه ، حميد بابا کلاسيکى شاعر دے او دپښتو په کلاسيکى شاعرانو کښې شمارل کيږى. بيا دفارسۍ کلاسيکى شاعرانو ته دهغۀ فکر ډير نزدې دے. ورسره حميد بابا دغزل شاعر هم دے نو غزل کښې هر څو کۀ دعشق او مينې ذکر کيږى خو حميد بابا کله هم دغزل په شکل کښې نوې تجربې نۀ دى کړى او نۀ ئې دغزل دټاکلى قوانينو نه انحراف کړے دے نو په دې بنسټ حميد بابا يو کلاسيکى شاعر دے خو ځينې ځايونو کښې دهغۀ په فکر او خيال کښې رومانى احساس ليدل کيږىاو غالباً په دې خيال هغه ته رومانى شاعر وئيل شوے دے . چا درومانيت په معنى ځان نۀ دے پوهه کړے. داسې خودپښتو ژبې هر شاعر رومانى دے. پوښتنه:- ادب کښې دحقيقت نګارۍ نه تاسو څه مطلب اخلئ؟ ځواب:- ځينې خلق وائى چې دادب اصل مقصد بل ته مسرت خوشحالى يا لذت رسول دى او دوى وائى چې ادب بايد دادب دپاره وشى. خو بلخوا يو ګروپ خلق وائى چې ادب بايد ديو ښاغلى مقصد دپاره وشى چې دبنيادم ابتلا، طبقاتى کشمکش، لوړې ژورې اونفسياتى تضادات رابرسيره کړى يعنى په انسانى ټولنه يا چاپيريال کښې چې څه کيږى او پيښيږى بايد ددې عکاسى دادب په شکل کښې وشى. بلخوا ژوند کښې چې څه حقيقتونه دى هغې سره مونږ خپل يو شاعرانه صداقت ملګرے کړو نو دا يو رقم حقيقت نګارى شى، په شاعر باندې عموماً دا تور لګى چې دے دحقيقتونو نه تيښته کوى. اؤ دتخيل په دنيا کښې اوسى او دےدتصوراتى دنيا خبرې کوى دکومو چې ددې دنيا او ژوند سره تعلق نۀ وى، خو دا بله ډله وائى چې ادب ته دژوند ترجمان کيدل پکار دى دژوند ترجمانى به يو اديب هاغه وخت کوى چې دے دژوند حقيقتونه وپيژنى، زما په خيال دژوند نفسياتى، معاشى او اقتصادى حقيقتونو ته شاعرانه رنګ ورکول حقيقت نګارى ده، مونږ داهم وايو چې ادب دتعليم او تعلم ذريعه هم ده داهم مونږ وايو چې اديب يا ادب دتاريخ دانۍ فريضه هم ترسره کوى. نو دغه ځائې کښې اديب حقيقت نۀ شى پټولے. په دې لړ کښې په ادب کښې باقاعده تحريکونه پورته شوى دى خو دې سره څنګ کښې يو بل تحريک هم راپيدا شو چې ارتصاميت ورته وائى هغوى هم دعوه کوى چې مونږ حقيقت نګارى کوؤخو ورسره داهم وائى چې مونږ به حقيقت ته دبل په سترګو نۀ بلکې په خپلو سترګو ګورو. پوښتنه:- حقيقت نګارى او ترقى پسندى يو څيز دے او کۀ بيل بيل ؟ په دې کښې به فرق او تميز څنګه کوؤ؟ ځواب:- دواړو کښې فرق ضرورت شته. ترقى پسند اديبان حقيقت نګارۍ ته نزدې دى خو هغوى ديوې خاص نظريې لاندې حقيقت ته ګورى. په خصوصى توګه روسيه کښې داکتوبر انقلاب نه پس چې کله په 1935ء کښې انجمن ترقى پسند مصنفين جوړ شو نو ترقى پسندو او اديبانو صرف دژوند ديو اړخ حقيقت بيانولو په کار پيل وکړو يعنى هغوى صرف دطبقاتى فرق خلاف وؤ. ددوى په ليکنو کښې به دسرمايه دارانه نظام او دې سره دتړلو انسانى ستونزو ذکروؤ. خو بلخوا يوغير جانبدار حقيقت نګار چې کومې ډلې سره تعلق نۀ لرى هغه کۀ يو طرفته د سرمايه دارانه نظام بداړخونه بيانوى نو بل طرف ته ددغې نظام ښه والى هم دخپل قلم لاندې راولى، دخبرې مقصد دا دے چې ترقى پسندو هر حقيقت ته دخپلې نظريې په رڼا کښې کتلى دى او ځينې دانسانى نفسياتو نه ئې صرف نظر کړے دے خو دا يو حقيقت دے چې ترقى پسند حقيقت نګارۍ ته ډير نزدې دى. پوښتنه:- مزاحمتى ادب نه تاسو څه مراد اخلئ آيا نن پښتو کښې مزاحمتى تحريک کيږى او نن دمزاحمتى شاعرۍ ضرورت شته؟ ځواب:- نوابادياتى نظام کښې چې دکومو غلامو هيوادونو ليکوالو ادب تخليق کولو او خلقو ته به ئې دادب له لارې دازادۍ تعليم ورکولو او داستعماريانو خلاف به ئې مزاحمت کولو نو هغې ته مزاحمتى تحريک وئيلے شى. دغه وختونو کښې په افريقائى هيوادونو، اسيائى ملکونو او ځينې دمشرقى اروپا ملکونو کښې مزاحمتى ادب شوے دے دختيز اروپا په ملکونو کښې کميونسټى نظام وؤ او دليک دومره ازادۍ نۀ وې خو دلته په جمهورى هيوادونو کښې هم دغلامۍ، جبر او نظام خلاف دادب په ذريعه دخلقو رهنمائى شوې ده، خو ترقى پسندو ليکوالو چې کوم مزاحمتى ادب تخليق کولو صرف هغې ته مزاحمتى ادب ووئيل شول زما دا خيال دے کۀ مونږ مزاحمتى ادب په عامو معنو کښې اخلو نو دا په هر دور کښې موجود دے خو کۀ مونږ ددې تعريف په خصوصى معنو کښې کوؤ نو بيا ترقى پسند تحريک او مزاحمتى ادب سره يو کيږى او په دغه معنو کښې مونږ وئيلے شو چې ټولو ترقى پسندو مزاحمتى ادب تخليق کړے دے تر څو چې ددې وخت دپښتنو ليکوالو تعلق دے نو مونږ وئيلے شو چې دا وخت پښتنو شاعرانواو ليکوالو کښې داسې کسان شته چې مزاحمتى ادب تخليق کوى. دلته دابتداء نه زمونږ دليکوالو طرز تحرير مزاحمتى وؤ. خو دلته يوه عجيبه واقعه رامينځ ته شوه کله چې روس خپلې قواوې افغانستان ته راوليږلې نو افغانانو دروس خلاف مزاحمت شروع کړو او پيښور کښې به افغانانو دروس دجارحيت مخالفت کولو او مزاحمتى ادب ته ئې مټې راښکلې. خو ترقى پسندو ليکوالو دروس ددغې جارحيت مرسته کوله دلته بايد دا ووئيل شى چې افغانانو هاغه وخت پيښور کښې کومې مجلې خپرولې او ليکونه به ئې کول نو دغه مزاحمتى ادب دے خو ترقى پسندو ليکوالو چې نړۍ کښې دسرمايه دارۍ نظام خلاف کوم ادب تخليق کولو نو دغه هم مزاحمتى ادب دے مونږ داسې نۀ شو وئيلے چې ګنې يو مزاحمتى او بل نۀ دے يعنى مزاحمتى ادب مونږ يوې نظريې ته محدود کولے نۀ شو. څوک به ديو څيز مزاحمت کوى او څوک دبل. پوښتنه:- ډاکټر صيب تاسو دپښتو په مزاحمتى ادب څيړنه کړې ده نو دباچاخان خدائى خدمتګارۍ تحريک ته تاسو څنګه ګورئ؟ ځواب:- دا ډير اهم سوال دے. دلته عام طور خلق په غلط فهمۍ کښې پريوتى دى، زما مقاله دپښتو ادبى تحريکونه دى چې خالص دادب او د ژبې د ودې په خاطر کوم ادبى تحريک چليدلے دے کۀ هغه دتاريخ په مختلفو پړاونو کښې دى نو ما هغه تحريکونه راخستى دى. زما دمقالې دوه برخې يوه ستر توقعات او بل وراثت کښې دخدائى خدمتګار تحريک سره دتړلو شاعرانو او ليکوالو ذکر موجود دے تر دې چې کومو خدائى خدختګارو صحافت کړے دے نو دهغوى ذکر هم پکښې شته خو زۀ دا خبره نن صفا کول غواړم چې زما په نزد خدائى خدمتګار تحريک مخکښې يو سماجى تحريک وو او وروستو سياسى تحريک کښې بدل شو ، خدائى خدمتګارى تحريک ته ادبى وئيل مشکلات پيدا کوى البته مونږ دا وئيلے شو چې ددغې تحريک تر څنګ ادب تخليق شوے دے خو دغه سياسى تحريک دادبى تحريک پيداوار نۀ دے بلکې خدائى خدمتګارو چې ادب تخليق کړے دے نو هغه ددې سياسى تحريک پيداوار دے دهر ادبى تحريک خپل يو انداز، اسلوب او رنګ وى او هغه فقط ادب پورې تړلے وى دلته ددې ذکر پکار دے چې کله دهند دازادۍ تحريک روان وو نو دخدائى خدمتګار تحريک سره تړلو شاعرانو دسياسى شعور بيدارولو دپاره شاعرى کوله او ادب ئې تخليق کولو. دلته په مسلم ليګ کښې کمالى صيب يا حمزه صيب چې تعلق ئې دمسلم ليګ سره وو هغوى هم دازادۍ خبره کوى، زما په خيال خدائى خدمتګارى تحريک يو سياسى تحريک دے او تر څنګ ئې ادب هم تخليق شوے دے خو دغه رنګ ادب نورو سياسى ګوندونو هم زيږولے دے لکه جمعيت علماء هند يا خاکسار تحريک يا مسلم ليګ سره تړلى شاعران پوښتنه:- ادب کښې دتنقيد او نقاد ضرورت تاسو ته څنګه ښکارى؟ ځواب:- پښتو ادب کښې تنقيد دډير وړاندې نه کيدو خو کله چې مونږ دغربى ادبى تنقيد ذکر کوؤ نو اولسى ادبى جرګې په ړومبى ځل پښتو ادب کښې تنقيد معرفى کړو چې تنقيد وده ومومى . بيا حمزه بابا په دې لړ کښې زيات کار کړے دے دے چې ستائنه ئې پکار ده. دبده مرغه دپښتنو دناپوهۍ او جهالت له امله غربى علمى تنقيد پښتو ادب کښې وده نۀ ده کړې. دلته دپښتو ادب نقادان هم ګرم دى چې هغوى اديبانو ته هاغه باور ورکولو کښې نۀ دى بريالى شوى چې ځان غير جانبداره نقاد وښائى. لکه کۀ مونږ دسليم راز صيب مثال واخلو نو دې کښې شک نشته چې راز صيب يو تکړه نقاد دے خو سليم راز ديوې مخصوصې مکتبه فکر ليکوال دے يعنى ترقى پسند دے نو دهغۀ تنقيد به مارکسى تنقيد پورې اړه لرى خو بل شاعر کيدے شى چې جمالياتى ذوق لرى. ضرورت ددې خبرې وؤ چې کۀ دبلې ډلې يو شاعر ښۀ غزل ليکلے وى نو دهغې ستائنه پکار وه دخبرې مقصد دا دے چې دلته ښه نقادان متنازعه کړے شوى دى يا په فکرى حوالو يا په سياسى او نظرياتى حوالو چې له کبله ئې تنقيدى شعور په پښتو ادب کښې وروستو پاتې شو. پوښتنه:- پښتو ادب کښې افسانه دمعيار او مقدار په لحاظ کوم ځائې ولاړه ده؟ تاسو ترې مطمئن يئ؟ ځواب:- بيخى نه ، پښتو ادب کښې ډيرې کمې افسانې ليکل شوى دى پښتو ادب کښې دافسانې حالت هم ماته نزدې نزدې دتنقيد په شان ښکارى. دې کښې شک نشته چې راحت زاخيلى ښې افسانې ليکلى دى قلندر مومند صيب يو ښه نقاد او افسانه ليکونکے وؤ ګل افضل خان پښتو ادب ته ښکلې افسانې بخښلې دى خو ددې باوجود پښتو کښې افسانې وده نۀ ده کړې او زما په خيال دافسانې دوروستو پاتې کيدو يوه وجه دا هم ده چې دپښتو ژبې ليکوالو کښې تنقيدى شعور وروستو پاتې شوے دے. پوښتنه:- ډاکټر صيب تۀ دپښتو اکيډيمۍ ډائريکټر پاتې شوے ئې . په تيرو دوؤ پنځوسو کالو کښې داکيډيمۍ په کارکردګۍ تاسو څه وايئ؟ ځواب:- تيرو دوؤ پنځوسو کالو کښې اکيډيمۍ کار کړے دے دې کښې شک نشته چې دپښتنو داطمينان کار به نۀ وى شوے زۀ دا منم خو په هاغه وسائيلو کښې چې کوم وؤ نو دومره کار پرې کيدے شو چې کوم شوے دے يا هاغه حالاتو کښې فقط دومره ممکن وه ړومبى پينځه ويشت ديرشو کالو کښې دسياسى حالاتو له کبله اکيډيمۍ په ازاد مټ کار ونۀ کړے شو بيا چې داکيډيمۍ کوم مشران راغلل نو هغه متنازعه کړے شول او کار ته چاپرې نۀ ښودل خو مولانا عبد_________________ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما که

1 comment:

Unknown said...

hamza baba was a great person, poet, we can not forget him, deer star ao nomawarray shair o, manana
for all kind of translation, urdu, english, chinese, italian, japanese, etc
Documents translation